خان جي پخیر راغلئ زمونږ غریب خانې ته په راتلو درته هرکلے وائم تاسو چې زمونږغریب خانې ته راشۍ لکه د شپې چې لمر راوخیژي دا بالاخانه داسې روښانه روښانه شي په ما هم پخپله څه عجیبه غوندې کیفیت راخور شي او دا غونډه فضا داسې وګمه وګمه شي
ډیر خوشامدۍ ته ضرورت نشته ستا کار به اُوشي هغه کس ته مې اوئیلي دي
خان جي کارونه به کیږي کارونه چا پوره کړي خدائے دې راته تاسو سلامت لري
صنم بیګم ډیرې خبرې دې ذده کړې
خان جي ستاسو د خانانو د صحبت برکت دے
پام کوه صنم بیګم چې داخبره دې بیا په خُله رانه شي
ولې خان جې ؟
صنم بیګم مونږ پدري خانان یو مونږ سره د برابرۍ سوچ هم دې چرته په مازغو کښې رانشې
خان جي خدائے دې نه کړي چې مونږ ډمان خلک به چرته تاسو خانانو سره د برابرۍ سوچ اوکړو مونږ خو ستاسو د ښپو خاورې یو
صنم بیګم زه تاسو پشان کنجران د خپلو ښپو خاورې هم نه ګنم
بس خان جي بس که ډمان یو او که کنجران خو د بې عزتۍ هم څه حد وي د ډیرو غټو غټو خانانو پرتوګونه مې د نخښې لپاره ځان سره ساتلي دي ـ دې کومې راني باندي چې ته عاشق يې دا هم د یو خان نخښه ده چې ستا ماماخېل دے
قاضي منظور موسی خېل
متحده عرب امارات
کوئی تبصرے نہیں:
ایک تبصرہ شائع کریں