سلامونه ګرانو مينه والو!
د پښتو ژبې د خبرونو دپاره دا نوی بلاګ اوس انلاين شو، په دې کښې به تاسو د پښتنو سره تړلي خبرونه لوستلی شئ. او ورسره ورسره به د نړۍ د حالاتو نه هم ځان خبروئ. که تاسو کښې څوک غواړي چې زمونږ په دې برخه کښې کار وکړي، نو زمونږ سره دې رابطه وکړي، ځکه مونږ غواړو چې په پښتو ژبه کښې يو معياري د خبرونو وېبپاڼه په ليکه کړو او پښتانه د پښتنو د حاله خبر کړو.
دا اوس مونږ د يو بلاګ د لارې لګيا يو او کار کوو، خو ډېر زر به مونږ یو معياری وېبپاڼه هم شروع کړو، چې تاسو به هلته هم دا هر څه لوستلی شئ. زمونږ پښتانه په پښتو ژبه خبرول دي، د پښتنو د پښتو سره مينه پېدا کول دي، پښتو ويیل، پښتو ليکل او پښتو لوستل او پښتو کول دی.
کوئی تبصرے نہیں:
ایک تبصرہ شائع کریں